د چين د دولت رئیس شي جين پينګ د اکتوبر په ۲۷مه نېټه د امپراتورۍ ماڼۍ موزيم د جوړېدو د ۱۰۰مې کليزې په مناسبت له نندارتون څخه لیدنه کړې ده.
په دې نندارتون کې ۲۰۰ دانې ارزښتمن تاريخي اثار او اسناد وړاندې شوي او په تېرو ۱۰۰ کلونو کې د امپراتورۍ ماڼۍ موزيم د پرمختګ بهير او لاسته راوړنې يې څرګندې شوې دي.
شي جين پينګ ويلي، چې د امپراتورۍ ماڼۍ په موزيم کې د چينايانو کلتوري ريښه موجوده ده او د چيني تمدن يوه مهمه نښه بلل کېږي. د هغه په وينا، د امپراتورۍ ماڼۍ موزيم بايد دا ښه دود لا نور هم وساتي او نړۍ ته دې چيني تمدن وروپېژني.



































