د چین بهرنيو چارو وزارت د اکتوبر په ۲۹مه نېټه خبر ورکړی، چې د چین دولت رئیس شي جين پينګ به د روانې میاشتې په ۳۰مه نېټه د کوريا جمهوریت په بوسان ښار کې د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وويني او د دواړو هېوادونو د اړيکو او د ګډې پاملرنې وړ مسئلو په اړه به ورسره د نظریو تبادلې وکړي.


































