د چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د ۱۵م پنځه کلن پلان په جوړولو کې د دغه هېواد د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې وړانديز د اکتوبر په ۲۸مه خپور شو.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جین پينګ د دغه ګوند د شلمې مرکزي کمېټې په څلورمه عمومي غونډه کې د ياد وړانديز په سند کې د ۱۵م پنځه کلن د مهم مقام، د دغه پلان په موده کې د هېواد اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د موخو، باکيفيته پرمختګ، د کورني دوران د پیاوړتيا، د کورنيو او نړيوالو غبرګو دورانونو د له خنډ پرته فعاليتونو، د ټولو لپاره ګډې شتمنۍ، د پرمختګ او امنيت د همغږي پرمختګ هڅونې او د ګوند پر هراړخيزې رهبرۍ د ټينګار په اړه تشريحات ورکړي دي.


































