د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو اتحاد (اسيان) ۴۷مه سرمشريزه او يو شمېر لړيزې غونډې یې د اکتوبر په ۲۸مه نېټه د ماليزيا په پلازمېنه کوالالمپور کې پای ته رسېدلې دي.

د اسيان د نوبتي رئيس هېواد ماليزيا صدراعظم انور بن ابراهيم د يادو غونډو د پای په مراسمو کې د اسيان پر مرکزي مقام بيا ټينګار کړی او ويلي يې دي، د ياد اتحاد دايمي پرمختګ بايد د اړوندې تيورۍ تر لارښوونې لاندې ترسره شي او هم يې د دغه اتحاد د مختلفو غړو هېوادونو ترمنځ پر ډيالوګ خوښي څرګنده کړې ده.

نوموړي د نوبتي رئيس هېواد دنده د فليپين ولسمشر فېرديناند روموالديز مارکووس ته سپارلې ده.
د اسيا ۴۷مه سرمشريزه او یو شمېر لړيزې غونډې يې د اکتوبر له ۲۶مې نه تر ۲۸مې نېټې پورې په ماليزيا کې ترسره شوې. ختيځ تيمور د مختلفو هېوادونو د مشرانو په عيني شاهدۍ د دغه اتحاد ۱۱م غړی هېواد ګرځېدلی دی.



































