د چين د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس د دايمي کمېټې ۱۸مه غونډه د اکتوبر د ۲۸مې نېټې په ماسپښين کې په بېجینګ کې د خلکو په لوی تالار کې پای ته ورسېده.
په دغه غونډه کې د رايګيرۍ له لارې د سمندري سوداګرۍ نوی تعدیل شوی قانون او د ښاري اوسېدونکو د کمېټو د تنظيم په اړه نوی تعديل شوی قانون تصويب شوي او د کلیوالو کمېټو د تنظيم، د انټرنېټ د خونديتوب او د چاپېريال ساتنې د مالیاتو په اړه د يو شمېر قوانينو د تعديل پرېکړې پکې شوې دي.
دغه تعديلات د چين د دولت رئيس شي جین پینګ په رئيسه فرمانونو کې هم اعلان شوي دي.
برسيره پردې په دغه غونډه کې د رايګيرۍ له لارې ښاغلی جانګ شنګ مين د چین د ولسي جمهوريت د مرکزي پوځي کمېسيون د مرستيال رئیس په توګه ټاکل شوی او ښاغلی هه وې دونګ له دې دندې څخه ګوښه شوی دی.



































