د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او خارجه وزير وانګ يي د اکتوبر په ۲۸مې نېټې د جاپان له نوي خارجه وزير موتيګي توشيميتسو سره ټيلېفوني خبرې کړې دي.
وانګ يي توشيميتسو ته د جاپان د خارجه وزير په توګه د بيا ټاکل کېدو په پار مبارکي ويلې ده.
نوموړي چين او جاپان يو د بل مهم ګاونډي هېوادونه او د دغه هېواد په اړه د چين تګلارې پايښتې او ثابتې بللې دي.
هغه ويلي، چين به له جاپان سره د خپلمنځي څلورو سياسي سندونو د اصولو او لوري له مخې خپلمنځي ستراتېژيکو او ګټې- ګټې اړيکو ته هراړخيز پرمختګ ورکړي او د نوې زمانې د غوښتنو مطابق به رغنده او ثابتې اړيکې ورسره ټينګې کړي.
توشيميتسو له وانګ يي سره په خبرو کې ويلي، نړيوال وضعيت د ژور بدلون په حال کې دی او جاپان او چين دواړه زياتېدونکي نړيوال مسئوليتونه پرغاړه لري. نوموړي چين د جاپان مهم ګاونډی هېواد یاد کړی او په خبره يې، د جاپان صدراعظمه له چين سره اړيکو ته په ډېره درنه سترګه ګوري او د اړيکو پرېکون ورسره نه غواړي.
نوموړي هيله ښودلې، چې دواړه هېوادونه د بېلا بېلو کچو تګ راتګ او ګټې- ګټې همکارۍ پیاوړې کړي، خپلمنځي جنجالونه په ښه توګه حل کړي او خپلمنځي ستراتېژیکو او ګټې- ګټې اړيکو ته رغنده او ثابت پرمختګ ورکړي.



































