د بندخونو چارو د سمون ادارې عمومي رییس محمد یوسف مستري د یوه پلاوي په مشرۍ د ترکیې استانبول ته تللی، څو د سيپيای ۲۷م نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړي. یاد کنفرانس د بندخونو د اصلاح، د بندیانو د روزنې او د زندان د کارکوونکو د مسلکي وړتیا د لوړولو پر موضوعاتو متمرکز دی. مستري ویلي، دغه ډول ناستې د تجربو د تبادلې او د عصري اصلاحاتي میتودونو د زدهکړې لپاره ارزښتناکې دي.



































