د جوزجان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یو سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پيل شوې دي. د یاد ولایت د کرنې ریاست مطبوعاتي مسوول ذبیح الله خیراندېش رسنیو ته ویلي، چې دغه سوداګریز مارکېټ د کرنې ریاست اړوند پر ۱۴۰۰ متره مربع ځمکه په درېیو پوړونو کې د ۱۵۰ هټیو په درلودلو سره جوړېږي. دغه راز د سیمې اوسېدونکو او پانګوالو د یادې پروژې هرکلی کړی او له نورو پانګوالو یې غوښتي چې په ورته اقتصادي پروژو کې برخه واخلي، څو د سیمې اقتصادي فعالیتونه لا پراخ شي.




































