د بغلان ولایت د غوري سمنټو فابریکې مسوولینو خبر ورکړی،چې اوس مهال د یادې فابریکې ورځنی تولید له ۳۰۰ ټنو څخه ۷۰۰ ټنو ته لوړ شوی دی. د یادې فابریکې مسوولین وايي، چې د فابریکې د درېیمې برخې د جوړېدو چارې هم روانې دي او له بشپړېدو سره به يې ورځنی تولید ۵۰۰۰ ټنو ته ورسېږي. دوی زیاتوي، چې د دې پرمختګ له امله ۷۰۰ کسانو ته په مستقیم او سلګونو نورو ته په غیري مستقیم ډول دکار زمینه برابره شوې ده.




































