د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې په عاجل ابنسینا روغتون کې د انلاین ډیټابېس سیسټم پرانیسته وشوه. د مسوولینو په خبره دا سیسټم به د دقیقو روغتیایي معلوماتو په ثبت، د ترېنې ډاکټرانو لپاره د روزنیز انلاین چوکاټ په رامنځته کولو، د تخصصي زدهکړو د کیفیت په ښهوالي او شفافیت، د نظارتي بهیر د اسانتیا، له نړیوالو معیارونو سره د روزنیزو پروګرامونو د برابرولو، علمي معلوماتو ته د اسانه لاسرسي او د روغتیایي خدمتونو د کیفیت په لوړولو کې مهم او بنسټیز رول ولوبوي.



































