د چین دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر د ۳۰مې نېټې په سهار په ځانګړې الوتکه کې له پلازمېنې بېجینګ څخه کوريا جمهوریت ته روان شو.
نوموړی د کوريا جمهوریت د ولسمشر لي جې مېنګ په بلنه دغه هېواد ته روان شوی دی.
رئیس شي جين پينګ به د کوریا جمهوریت په ګېنګجو ښار کې د اسیا ـ ارام سمندر اقتصادي همکارۍ سازمان (APEC) د مشرانو غیر رسمي ۳۲مې غونډې کې ګډون او له دغه هېواده رسمي لیدنه وکړي.


































