د چين د جه جيانګ ولايت په يي وو ښار کې بهرنۍ سوداګري د روان کال له پيل راهيسې چټک زياتوالی موندلی دی.
د يي وو ښار د ګمرکاتو شمېرې ښيي، چې د روان کال په تېرو درېيو ربعو کې د دغه ښار د بهرني تجارت عمومي ارزښت په لومړی ځل له ۶۰۰ميليارډو يوانو څخه اوښتی او د تېر کال د همدې مودې په پرتله یې ۲۶ اعشاريه ۳سلنه زياتوالی موندلی دی.
يې وو ښار د روان کال په تېرو درېيو ربعو کې د نړۍ له ۲۲۷ هېوادونو او سيمو سره راکړه ورکړه کړې، چې په دې جمله کې له ۱۸۱ هېوادونو او سيمو سره يې تجارتي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله زيات شوی دی.
د يادونې ده، د روان کال په لومړيو درېيو ربعو کې د يې وو او د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ په پلان کې د شاملو هېوادونو ترمنځ د وادراتو او صادراتو عمومي ارزښت ۴۲۹ ميليارډو او ۳۹۰ ميليونو يوانو ته رسيدلی، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۸ اعشاريه ۹ سلنه زياتوالی ښيي.



































