د چین د سوداګرۍ وزارت ویاند د اکتوبر په ۳۰مه نېټه خبري رسنيو ته په کوالالمپور کې د چین او امریکا د اقتصادي او سوداګریزو خبرو د پایلو په اړه مالومات ورکړي دي.
امریکا پرېکړه کړې چې د چین پر توکو ۱۰ سلنه (د فینټاین ګمرکي تعرفې) لغوه کړي او پر چیني توکو د ۲۴ سلنې بالمثل تعرفې به یو کال نورې هم وځنډوي.
چین به د همدغو تعرفو په تړاو خپل تدبیرونه تعديل کړي او دواړه لوري به د ځینو تعرفو د معافیت موده هم وغځوي.
په کوالالمپور کې د چین او امریکا اقتصادي خبرو ښې پایلې د دې څرګندويي کوي، که دواړه هېوادونه د برابرۍ، یو بل ته د درناوي او متقابلو ګټو پر اساس خبرې او همکارۍ وکړي، نو د ستونزو د حل لاره به ومومي.



































