«چيو شه »مجله به د نومبر په لومړۍ نېټې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون د رئيس شي جين پينګ يوه مهمه مقاله، چې سرلیک یې دی (( د ملي اقتصاد او ټولنې د پرمختګ د پنځلسم پنځه کلن پلان په جوړولو کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د وړانديز تشريحات)) خپره کړي.
شي جين پينګ په خپلې ليکنې کې ويلي، د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره د منځني او اوږدمهال پلان او لارښوونې وضع په حکومتولۍ کې د کمونېست ګوند مهمه طريقه ده. د پنځلسم پنځه کلن پلان جوړونه د چين د اقتصاد او ټولنې د دوامداره او سالم پرمختګ لپاره مهم ارزښت لري او په ټاکلي وخت د سوسياليزم د عصري جريان لپاره لا ټينګ بنسټ برابروي.



































