د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان (ايپېک) د مشرانو د ۳۲مې غير رسمي غونډې لومړی پړاو د اکتوبر د ۳۱مې نېټې په سهار د کوريا جمهوريت په ګيونګجو ښار کې ترسره شو.
د چين دولت رئيس شي جين پينګ په يادې غونډې کې ګډون او ”د اسيا او ارام سمندر سيمې د پرانيستي او ټولشموله اقتصاد ګډه ابادي“ په سرليک مهمه وينا کړې ده.
نوموړي د خپلې وينا په ترڅ کې ۵ فقره ييز وړانديز کړی دی:
لومړی، د ايپيک غړي هېوادونه دې څواړخيز سوداګريز سيسټم په ګډه وساتي؛ دوهم، مختلفې خواوې دې د سيمې ورخلاصی اقتصادي چاپېريال په ګډه اباد کړي؛ درېيم، بېلا بېل هېوادونه دې د صنعتي او اکمالاتي ځنځيرونو ثبات په ګډه خوندي کړي؛ څلورم، ايپېک دې د سوداګرۍ ډيجيټلي او زرغونې چارې پرمخبوزي؛ پنځم، ټول هېوادونه دې ټولشموله پرمختګ وهڅوي.




































