د روسیې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخاروا د اکتوبر په ۳۰مه نېټه خبري رسنيو ته ويلي، د چين اتم نړيوال وارداتي نندارتون چې ټاکل شوې ډېر ژر به په شانګهای ښار کې ترسره شي، د روسیې او چين ترمنځ د اقتصادي او تجارتي همکاريو د پراخوالي لپاره نوي فرصتونه برابر کړي او هم يې د دغه نندارتون د برياليتوب هيله ښودلې ده.
نوموړې ويلي، د چين نړيوال وارداتي نندارتون د روسیې تصديو او سوداګريزو شخصيتونو ته دا فرصت برابر کړی، چې خپل محصولات چيني تصديو او خلکو ته وړاندې کړي.
زاخاروا زياته کړې، د روسیې تصدۍ او سوداګر د همدغه نندارتون له لارې له چيني سوداګرو سره اړيکې پراخولی او باوري همکاران موندلی شي او هم نړيوال بازار ته لا پراخه لار موندلی شي.




































