د افغانستان د سرحدي ځواکونو مطبوعاتي دفتر ویلي، ټاکل شوې چې پاکستانی لوری نن د تورخم لار یوازې له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو پرمخ پرانیزي. اوس مهال لسګونه افغانې کورنۍ چې له خپلو مېنو ایستل شوې دي، د لارې د تړل کېدو له امله د کوزې پښتونخوا په جمرود سیمه کې په یو لنډمهالي پنډغالي کې مېشتې دي. د راپورونو له مخې، په دغه پنډغالي کې د استوګنې، روغتیا او خوراکي توکو هېڅ ډول اسانتیاوې نه دي برابرې.



































