د بېجینګ پر ځايي وخت د اکتوبر د ۳۱مې نېټې د شپې په ۱۱ بجو ۴۴ دقیقو، د شن جو ۲۱م نمبر انسان وړونکي فضايي بېړۍ په بریالیتوب فضا ته وتوغول شوه. لس دقیقې وروسته دغه فضايي بېړۍ له وړونکي راکټ سره جلا شوه او ټاکلي مدار ته ننوتلې ده.
یاده فضايي بېړۍ د نومبر د لومړۍ نېټې په سهار وختي له فضايي سټېشن سره یو ځای شوه او سرعت یې ډېر چټک و، چې نوی ریکارډ یې جوړ کړی دی.




































