اوس د ايپیک سازمان د مشرانو ۳۲مه غیر رسمي غونډه په کوریا جمهوریت کې روانه ده. د چین مېډیا ګروپ خبریال د دې سازمان د دارالانشا له اجرایوي مدیر اېډوارډو پیدروسا سره ځانګړې مرکه وکړه.
ښاغلي پیدروسا په خپلو خبرو کې په ایپیک سازمان کې د چین د خدماتو لوړه ستاینه کړې او ویلي یې دي، ایپیک یو لرې لید لرونکی سازمان دی، موخه یې دا ده چې له حیاتي ځواکه ډکه پرانیستې او ارامه اسیا جوړه کړي.
هغه په ورته مهال د اقتصاد د نړیوال کېدو او د ورخلاصون د پراخېدو په اړه د چین دولت رئیس شي جين پينګ لخوا د مطرح شویو نوښتونو ستاینه وکړه او ویې ویل، دغه نوښتونه ستر ارزښت لري چې د سیمې له راتلونکي، ورخلاصون او یو ځای کېدو جریان سره نږدې تړاو لري.




































