د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګوه جيا کون د اکتوبر په ۳۱مه نېټه د دغه وزارت د نوبتي خبري ناستې مشري وکړه.
نوموړي د چين او امريکا د مشرانو ترمنځ د ملاقات په اړه د يوه خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل، لکه څنګه چې رئيس شي جين پينګ په دې ملاقات کې ويلي، چين او امريکا بايد په نړيوالو صحنو کې مثبتې راکړې ورکړې وکړي. نړۍ له زياتو ستونزو او چلنجونو سره مخ ده، چين او امريکا په ګډه د لويو هېوادونو مسئولانه بڼه ښودلی شي او په ګډه دې د دواړو هېوادونو او نړۍ لپاره ګټورې، مهمې او ښې چارې تر سره کړي.
په دې ناسته کې يوه خبريال د چين او امريکا پر اقتصادي او سوداګريزو مذاکراتو د امريکا د ماليې وزير د وروستيو خبرو په اړه له چين څخه نظريه وپوښتله. ګوه جيا کون دې ته اشاره وکړه، چې ګډې ګټې د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو طبيعت دی. چين هيله لري، چې له امريکايي لوري سره د دواړو مشرانو مهم ګډ توافقات په ښه توګه پلي کړي او د برابرۍ، درناوي او متقابلو ګټو پر بنسټ د خبرو اترو له لارې توپيرونه کم کړي او همکارۍ زياتې کړي او د دوه اړخيزو اړيکو د سالم، ثابت او دوامدار پرمختګ لپاره هڅې وکړي، څو نړۍ ته د ثبات ځواک ورکړي.




































