د چین دولت رئیس شي جين پينګ د اکتوبر د ۳۱مې نېټې په ماسپښين د کوريا جمهوریت په ګيونګجو ښار کې د ايپېک د اجرائيه رييسانو غونډې (APEC CEO Summit) ” ته د اسيا او پېسيفيک سیمې د رهبرۍ رول او په ګډه د نړیوال پرمختګ او سمسورتیا هڅول” په عنوان پيغام لېږلی دی.
نوموړي ويلي، بېلا بېلې خواوې دې زيات خوځنده ځواک وښيي او د اسيا او پېسيفيک سیمې د همکاريو له لارې دې نړۍ ته ستر خدمتونه وکړي. هغه په دغه پيغام کې د اسيا او پېسيفيک سیمې ته څو فقرییز وړانديز هم کړی دی.
۱. د اسيا او پېسيفيک سیمه دې د سولې او ثبات په ساتلو کې مخکښ رول ولوبوي.
۲. دغه سیمه دې د ورخلاصون او ادغام په پلي کولو کې مخکښه واوسي.
۳. د اسيا او پېسيفيک سیمه دې د ګډو ګټو پر بنسټ همکارۍ وکړي.
۴. دغه سیمه دې د ټولشموله او مساوي پرمختګ په هڅولو کې مخکښ رول ولوبوي.




































