د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د لومړۍ نېټې په سهار د کوريا جمهوريت په ګيونګجو کې د ایپيک د مشرانو د ۳۲مې غير رسمي غونډې په دوهم پړاو کې ګډون وکړ او پکې يې “په ګډه د پرمختګ دوامداره او غوره راتلونکی جوړول” تر سرلیک لاندې يوه مهمه وینا وکړه.
شي جين پينګ په اشارې ويلي، چې د اسیا- ارام سمندر اقتصادونه باید متقابل ګټورې همکارۍ پیاوړې کړي، له نویو فرصتونو ګټي واخلي، نوي ننګونې حل کړي او په ګډه د پرمختګ يوه دوامداره او غوره راتلونکی رامنځته کړي.

نوموړي درې وړاندیزونه وړاندې کړي: لومړی، د اسیا- ارام سمندر په سیمه کې دې د نوښتګر پرمختګ د هڅولو ډیجیټل او ځیرکه ځواکمنتیا پیاوړې شي. دوهم، د اسیا- ارام سمندر د نوي دوامدار انکشافي چوکاټ د رامنځته کولو لپاره دې د زرغون او ټیټ کاربن پراختیا ته غاړه کېږدي. درېیم، د اسیا- ارام سمندر سيمې د ټولنې پرمختګ لپاره دې د ګډو او شريکو ګټو پر بنسټ انکشافي لاره پيدا شي.




































