د جاپان لومړۍ وزيرې تاکایچي سانای د اکتوبر په ۳۱مه او د نومبر په لومړۍ نېټه پر ټولنيزو رسنيو د ايپيک غونډې په څنډه کې د چين د تايوان له يوه چارواکي سره د کتنې دوه خبرونه خپاره کړي او اړوند تايواني چارواکی يې د ولسمشرۍ ماڼۍ سلا کار بللی دی.
د چين د خارجه وزارت وياند د نومبر په لومړۍ نېټه په دې اړه ويلي، دا چې د جاپان لومړۍ وزيرې په خپل سر د ايپينګ غونډې په څنډه کې د چين د تايوان سيمې له يوه چارواکي سره وکتل او پر انترنيټ يې اړوند خبرونه خپاره کړي، د يو چين د پېژندنې له اصولو، د چين او جاپان ترمنځ د څلورو سياسي سندونو او د نړيوالو اړيکو له بنسټ څخه سخته سرغړونه ده او د تايوان بېلتون غوښتونکو ته يې بيخي ناسم پيغام ورکړی دی.ده ویلي چې چين د جاپان د لومړۍ وزیرې له دې اقدام سره ټينګ مخالفت کړی او توکیو ته يې جدي احتحاج څرګند اعلان کړی دی.
نوموړي دا هم وويل، د تايوان مسئله د چين کورنۍ چارې او د چين تر ټولو مهمې مرکزي ګټې دي چې د چين او جاپان اړيکو په سياسي بنسټ او د جاپان په باور پورې اړه لري. هغه د تایوان مسئله د چین یوه داسې سره کرښه وبلله چې ترې تېرېدای نشي.




































