د چين دولت رئيس شي جين پينګ پر ځايي وخت د نومبر د لومړۍ نېټې په ماسپښين د کوريا جمهوريت په ګيونګجو ښار کې د دغه هېواد له ولسمشر لي جای ميونګ سره وکتل.
شي جين پينګ د کتنې په ترڅ کې څرګنده کړه، هېواد يې له کوريا جمهوريت سره خپلو اړيکو ته ارزښت ورکوي او له کوريا جمهوريت سره خپلې تګلارې دوامدارې او ثابتې ساتي. د ده په خبره، چين غواړي چې له کوريا جمهوريت سره تماسونه زيات کړي، خپلمنځي همکارۍ ژورې کړي، له مختلفو ننګونو سره ګډه مقابله وکړي، د دواړو هېوادونو ستراتيژيک همکاريز مشارکت ته پرمختګ ورکړي او د سيمې سولې او پرمختګ ته لا زياتې مثبتې انرژۍ برابرې کړي.
د کوريا جمهوريت ولسمشر لي جای ميونګ هم په ياده کتنه کې ويلي، دواړه خواوې دې د لوړ پوړيو تګ راتګ زيات کړي، د سياسي ګوندونو او ځايي حکومتونو ترمنځ د نظر تبادلې دې پياوړې کړي او خپلمنځي توپيرونه دې په مناسب ډول حل کړي.
هغه ويلي، چين د پنځلسم پنځه کلن پلان په طرحه کې د راتلونکي اقتصادي پرمختګ لوری او مهمې دندې روښانه کړې او هېواد يې نيت لري له چين سره ګټې-ګټې همکارۍ زياتې کړي، د اکمالاتي او صنعتي ځنځيرونو ثبات وساتي او د دواړو هېوادونو خلکو ته لا زياتې ګټې ورسوي.




































