د جوزجان د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ۱۲ ښوونځیو او دوو اداري څانګو د ترمیم چارې پیل شوې دي. د پوهنې رییس لعلجان راشد ویلي، چې یاد ښوونځي په تېرو کلونو کې زیانمن شوي وو او زدهکوونکي یې د مناسب چاپېریال له نشتوالي سره مخ وو. د ده په وینا، دا پروژې چې ارزښت یې له پنځو میلیونو افغانیو زیات دی، د پوهنې وزارت له بودجې څخه تمویلېږي او په راتلونکو دوو میاشتو کې به بشپړې شي. نوموړي زیاته کړې، چې د دغو ښوونځیو ترمیم به د زدهکوونکو لپاره خوندي او مناسبه ښوونیز چاپېریال برابر کړي.




































