شمېرې ښيي، د روان کال په لومړيو ۹ مياشتو کې په چين کې د نړيوالو پانګوالو د تازه جوړو شويو تصديو شمېر ۴۸۹۲۱ ته رسېدلی، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۶ اعشاريه ۲ سلنه زياتوالی ښيي.
د روان کال په لومړيو ۳ ربعو کې په چين کې ۵۷۳ ميليارډه او ۷۵۰ ميليونه يوانه بهرنې پانګې استعمال شوې دي، چې دا رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۰ اعشاريه ۴ سلنه کموالی ښيي. په تېر سپتمبر کې په چين کې د استعمال شويو بهرنيو پانګو اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۱ اعشاريه ۲ سلنه زياتوالی ښيي.
د بهرنيو پانګو سرچينو ته په کتو، په چين کې د جاپان، متحده عربي اماراتو، بريتانيې او سويس پانګونې په جلا جلا توګه ۵۵ اعشاريه ۵ سلنه، ۴۸ اعشاريه ۷ سلنه، ۲۱ اعشاريه ۱ سلنه او ۱۹ اعشاريه ۷ سلنه زياتې شوې دي.




































