د نوښت، ورخلاصون او د ګډ پرمختګ په سرليک نړیوال ډیالوګ د اکتوبر په ۳۱مې نېټې د چين مېډيا ګروپ او د نايجريا په لاګوس ايالت کې د چين د قونسلګرۍ په کوربتوب په همدې ايالت کې ترسره شو.
د چين مېډيا ګروپ مشر شن های شيونګ او د نايجريا د ځوانانو پرمختګ وزير ايوډيل اولاوند په جلا جلا توګه دغه فعاليت ته ويډيويي ويناوې کړې دي.
د مالوماتو له مخې، په دغه ډيالوګ کې د چين او نايجريا د سياست، سوداګرۍ، پوهنې او خبري رسنيو ۳۰۰ مېلمنو ګډون کړی و او د دوامدار او سمسور راتلونکي د ګډې ابادۍ تر عنوان لاندې يې د نظريو تبادلې کړې دي.
ګډونوالو د چين د څوارلسم پنځه کلن پلان د لاسته راوړنو او د چين او نايجريا ترمنځ د مهمو همکاريو د پايلو له تصويري نندارتون څخه ليدنه کړې او په ګډه يې د (( د چيني شکله عصري کېدو لارې)) په شمول د چين مېډيا ګروپ غوره فلمونه او پروګرامونه کتلي دي.




































