د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۳۰مې نېټې د کوريا جمهوريت ګيونګجو ښار ته په درې ورځني رسمي سفر تللی و، چې په ترڅ کې يې د ايپېک د مشرانو په ۳۲مې غير رسمي غونډې کې ګډون او له دغه هېواد څخه يې رسمي ليدنه کړې ده.
له نوموړي سره په دغه سفر کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړی او بهرنيو چارو وزير وانګ يي هم مل و او د دې سفر د پای په درشل کې يې خبري رسنيو ته مالومات ورکړي دي.
وانګ يي کوريا جمهوريت ته د رئیس شي جين پينګ سفر د چين کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې د عمومي څلورمې غونډې له پای ته رسېدو وروسته لومړی مهم ډيپلوماټيک ګام یاد کړی او د نوموړي دغه سفر یې بريالی، موثر او اغېزمن بللی دی.
وانګ ويلي، رئيس شي جين پينګ په دغه درې ورځني سفر کې په څه باندې لسو دوه اړخيزو او څواړخيزو فعاليتونو کې ګډون کړی، د اسيا او ارام سمندر سيمې د همکاريو لارښوونه يې کړې، د يوه لوی هېواد په توګه يې د چين مسئولانه بڼه ښودلې، د چين ښه ګاونډيتوب يې لا ټينګ کړی او د مديريت په اړه يې هر اړخيز معلومات ورکړي دي.
نړيوالو د شي جين پينګ دغه سفر ستایلی دی.
چين له ناڅرګندو امکاناتو ډکې او متزلزلې نړۍ ته ثبات رسولی، د پروټېکشنيزم پر وړاندې د ګډو او ګټو او ټولشموليت د مفکورې له لارې يې ګډه سمسورتيا هڅولې، په مسئولانه بڼه يې نړيوال عدالت او برابري ساتلي او پر نړيوال نظام او د اسيا او ارام سمندر سيمې پر همکاريو يې پياوړې اغېزې کړې دي.




































