د چين مرستيال صدراعظم او د چين او روسيې د منظمو ليدنو د چيني کمېټې رئيس هه لي فنګ او د روسيې مرستيال صدراعظم او د روسي کمېټې رئيس دميتري چېرنيشنکو د نومبر په دوهمه نېټه د چين د جه جيانګ ولايت په نينګ بو ښار کې د دواړو هېوادونو د صدراعظانو د منظمو لیدنو ۲۹مه غونډه ترسره کړې ده.
هه لي فنګ يادې غونډې ته په وينا کې ويلي، چين او روسیې د مشرانو تر پاملرنې او هڅونې لاندې دوه اړخير همکاريز ميکانيزم بشپړ کړی، خپلمنځي تګ راتګ يې زیات کړی، اقتصادي او سوداګريزې اړيکې يې ثابتې ساتلي، مهمو پژورو ته یې وده ورکړې او اړوندو همکاريو کې ښې لاسته راوړنې لري.
نوموړي ويلي، هېواد به یې د چين او روسیې د مشرانو د مهمو ګډو موافقو پر بنسټ د صدراعظمانو د منظمو ليدنو له ميکانيزم څخه ښه کار واخلي، روسیې سره به په بېلا بېلو برخو کې تقابلو همکاريو ته وده ورکړي، له يواړخيزم او پروټېکشنيزم سره به مخالفت وکړي او څواړخيزم به وساتي.




































