د چين د دولت رئيس مرستيال هان جنګ د نومبر له لومړۍ نېټې څخه تر دوهمې نېټې پورې د کويټ د وليعهد صباح الخالد الحمد الصباح په بلنې له دغه هېواد څخه ليدنه وکړه او په کويټ ښار کې يې په جلا جلا توګه د دغه هېواد له امير مشعل الاحمد الجابر الصباح، وليعهد صباح الحمد الصباح او لومړي وزير احمد عبدالله الاحمد الصباح سره ليدلي دي.
هان جنګ له امير مشعل سره په ليدنې کې ويلي، چين د دغه هېواد او خليج همکارۍ شورا ترمنځ د همکاريو د ملاتړ او پياوړتيا لپاره د کويټ د هڅو ستاينه کوي او هيله يې ښودلې، چې کويټ د خليج همکارۍ شورا د نوبتي رئيسه هېواد په توګه په دې برخه کې لا مثبت رول ولوبوي.
امير مشعل ويلي، کويټ د نړيوال پرمختګ، امنيت، تمدن او مديريت په اړه د شي جين پينګ د څلورو نوښتونو ستاينه او ملاتړ کوي او د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري.
هان جنګ له وليعهد صباح سره په کتنې کې ويلي، چې روان کال د چين او کويټ ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو له ۵۵مې کليزې سره برابر دی او چين غواړي له دې فرصت څخه کار واخلي او له کويټي لوري سره د دواړو هېوادونو د مشرانو مهم توافقات ښه پلي کړي، متاقبل سياسي باور ورسره لا ټينګ او په بېلا بېلو برخو کې ورسره همکارۍ پياوړې کړي او خپلمنځي اړيکې ورسره نوې مرحلې ته ورسوي.
وليعهد صباح ويلي، چې هېواد یې د څواړخيزم ټينګ ملاتړ کوي او د چين د هغو اقداماتو ستاينه کوي، چې په نړيوالو چارو کې عدالت ساتي او د فلسطين مسئلې په اړه پر عادلانه دريځ ټينګار لري. نوموړي هيله څرګنده کړې، چې له چين سره څواړخيزې همغږۍ پياوړې کړي او په ګډه ورسره د منځني ختيځ سيمې سوله او ثبات وساتي.




































