د چين د سوداګرۍ وزارت وياند هه يا دونګ خبر ورکړی، چې د چين ۸م نړيوال وارداتي نندارتون به د نومبر له ۵مې نېټې څخه تر ۱۰مې نېټې پورې په شانګهای ښار کې ترسره شي. د چين صدراعظم لي چيانګ به د دغه نندارتون په پرانيستونکو مراسمو او نورو فعاليتونو کې ګډون او وينا وکړي.




































