د چين د دولت رئيس شي جين پینګ د نومبر په لومړۍ نېټه د لوی مصر موزيم د پرانيستلو په پار د دې هېواد ولسمشر عبدالفتاح السيسي ته د مبارکۍ پیغام ولېږه.
هغه په پيغام کې ويلي: زه د لوی مصر موزيم د پرانيستلو په درشل کې ولسمشر السيسي او مصريانو ته مبارکي وايم او باور لرم چې دغه موزيم د مصر په کلتوري تاريخ کې د لرغوني تمدن د ساتنې په برخه کې مهم رول ولوبوي.
رئيس شي جين پینګ پر دې ټينګار کړی چې د چين او مصر ترمنځ دوستي اوږد تاريخ لري. ده ويلي چې په وروستيو کلونو کې د چين او مصر ترمنځ هر اړخیزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو چټک پرمختګ کړی او دوه اړخيزې کلتوري تبادلې هم ډېرې شوې دي. د لرغوني مصري تمدن نندارتون د شانګهای په موزيم کې په بريالۍ توګه تر سره شوی دی. اوس د چين او مصر د لرغون پوهانو ګډه ډله تر سقاره هرم لاندې د لرغوني تمدن په لټه کې ده. په دغه پيغام کې ويل شوي: په خوشحالۍ سره مو ليدلي چې د دوو لرغونو تمدنونو ترمنځ اړيکې لا نږدې شوې او د خلکو ترمنځ دوستي يې ورځ تر بلې ټينګه شوې ده. هغه دغه راز ويلي چې اوس په نړۍ کې په چټکۍ سره بې ساري بدلونونه رامنځته شوي نو د دې حالت پر وړاندې چين او مصر چې دوه لرغوني تمدن لرونکي هېوادونه ګڼل کيږي، بايد يو د بل له تجربو زده کړه وکړي او د هر اړخيزو ستراتیژيکو همکاريزو اړيکو پرمختګ ته نوی حياتي ځواک ورکړي او د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د ابادۍ لپاره تمدني ځواک برابر کړي.




































