شنبه, سپتمبر 12, 2026
28 °c
Columbus
23 ° سه شنبه
23 ° چهارشنبه
23 ° پنجشنبه
22 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

    د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

    د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

د څواړخيزم انعطاف منونکی قوت او د چين مسئولانه بڼه

نوومبر 4, 2025
in نړیوال خبرونه
0 0

د ايپېک يا د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان ۳۲مه غېر رسمي غونډه د نومبر په لومړۍ نېټې د کوريا جمهوريت په ګيونګجو ښار کې د ګيونګجو اعلاميې په خپرېدو سره پای ته ورسېده.

په دغه اعلاميه کې په لومړي ځل ”د سوداګرۍ نړيوال سازمان په مرکزيت د څواړخيز سوداګريز سيسټم“ بشپړ بيان ته ځای نه دی ورکړل شوی.

دغه اقدام د ايپېک پر اجنډا د امريکا د پروټېکشنيزم مستقيمه اغېزه بلل کېږي او د نړۍ د عامه افکارو او رسنيو پاملرنه یې راجلب کړې ده.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوموړې غونډې د پيل په درشل کې له کوريا جمهوريت څخه بېرته خپل هېواد ته ستون شو او په دغه غونډه کې يې نه حضور د دې غونډې پر هغه رول چې بېلابېل لوري راټولولی شي، د نړيوالې ټولنې شکونه راپورته کړي دي.

د امريکا د غياب برعکس د چين په شمول د اکثرو اقتصادونو مشرانو په دغې غونډې کې فعال ګډون درلود او د غونډې په څنډه کې د دوه اړخيزو ملاقاتونو شمېر يې له اټکل څخه ډېر و. دا د دې ښکارندويي کوي، چې څواړخيزم ته د اسيا او ارام سمندر سيمې اړتياوې نه دي کمې شوي.

د يادولو ده، چين په دغې غونډې کې څرګند او ټينګ دريځ څرګند کړی او د څواړخيزو همکاريو ملاتړ يې کړی دی.

د چين دولت رئيس شي جين پينګ يادې غونډې ته په وينا کې ويلي، چې د اسيا او ارام سمندر سيمې په پرمختګ کې نا ثابت او نا څرګند عوامل مخ پر زياتېدو دي او نړيواله ټولنه بايد د چېلېنجونو او ننګونو ډک وضعيت پر وړاندې يو موټې پاتې شي او د ستونزو د لرې کولو لپاره دې ګډې هڅې وکړي.

نوموړي د ګډو ګټو او ټولشموليت پر بنسټ د اسيا او ارام سمندر سيمې د پرانيستي اقتصاد د ابادۍ نوښت وړاندې کړی او ورسره يې د څواړخيز سوداګريز سيسټم او صنعتي او اکمالاتي ځنځير د خونديتوب په اړه مشخص وړانديزونه کړي دي. د ده دغه نوښت او وړانديزونو د نړيوالو پاملرنه راجلب کړې ده.

نړيوالو رسنيو ويلي، امريکا په يادې غونډې کې د دوه اړخيزو همکاريو په لور تمايل ښودلی، خو چين برعکس د څواړخيزې ازادې سوداګرۍ او ټولشموليت غوښتونکي رول پکې لوبولی دی.

چين همیشه مسئولانه بڼه ښودلې ده.

چين په تېر سپتمبر کې اعلان کړی، چې د سوداګرۍ نړيوال سازمان په روانو او راتلونکو خبرو اترو کې د نويو امتيازونو د ترلاسه کولو هڅه نه کوي. د سوداګرۍ نړيوال سازمان عمومي مديرې ايويلا د چين دغه اقدام ستايلی او ويلي يې دي، چې چين د مشرۍ رول ته مخه کړې او د څواړخيزې سوداګرۍ سيسټم ته يې د سمسورتيا ځواک ورکړی دی.

چين د اسيا او ارام سمندر سيمې او حتی د ګردې نړۍ په سوداګریز مديريت کې د لا فعال رول د لوبولو په هڅه کې دی.

ځينو جاپاني رسنيو پر چين بې ځايه تورونه لګولي او نيوکې يې پرې کړي، چې ګواکې دغه هېواد د امريکا په غياب کې د لارښوونکي ځای نيول او په خپله خوښه د مقرراتو بدلون غواړي.

د نړۍ عامه افکار د دغو جاپاني خبري رسنيو خبرې بې ځايه بللي او ډېرو يې ويلي، چې جاپاني رسنيو پر اصلي حقيقتونو سترګې پټې کړې دي.

چين د څواړخيز سوداګريز سيسټم د ملاتړ تلپاتې دريځ لري او په سوداګرۍ نړيوال سازمان کې له شاملېدو راهيسې يې د دغه سيسټم د ساتونکي رول لوبولی دی.

ځينو جاپاني رسنيو د ازادې سوداګرۍ د نړيوال سيسټم د ساتلو لپاره د چين معقول اقدامات د لارښوونکي حق د نيولو کړنې بللې دي. په حقیقت کې دغه خبري رسنۍ د ايپېک د همکاريو د روحيې خلاف راپورونه جوړوي.

د ورخلاصون په برخه کې د چين لاسته راوړنې له چا پټې نه دي. دغه هېواد په تېرو پنځو کلونو کې د ګمرکي تعرفو عمومي کچه له ۹ اعشاريه ۸ سلنې څخه ۷ اعشاريه ۴ سلنې ته راټيټه کړې، چې دغه کچه د پرمختللو هېوادونو له کچو سره برابره ده. چين د سوداګرۍ نړيوال سازمان په خبرو اترو کې له نويو امتيازونو د محرومېدو اعلان کړی او په ورته وخت کې د امتيازونو د ترلاسه کولو په برخه کې له نورو پرمختيايي هېوادونو سره مرستې کوي.

دا د دې څرګندويي کوي، چې چين د رښتينو اقداماتو له لارې د څواړخيز سوداګريز سيسټم د ساتلو لپاره هڅې کوي او په نړيوال مديريت کې ډېر مهم رول لوبوي. 

د اسيا او ارام سمندر سيمې همکارۍ زيرو – سم لوبه نه ده.

چين په څواړخيزو چوکاټونو کې پر ټولشموله رويې ټينګار لري او د نورو خواوو د محرومېدو او د لارښوونکي حق د انحصار هڅې نه کوي.

چين په دې نظر دی، چې مختلف سوداګريز ترتيبات يو بل هڅولی او ګډ پرمختګ موندلی شي.

د اسيا او ارام سمندر سيمې لپاره تر ټولو اړين کار يو پر بل شک لرل او تقابل کول نه، بلکې د غړو په ګډو هڅو د څواړخيز سوداګريز سیسټم ساتل او له پروټېکشنيزم سره ګډه مقابله ده.

د چين شنجن ښار به راتلونکی کال د ايپېک کوربه وي.

چين ژمنه کړې، چې له دې فرصت څخه به کار واخلي، د اسيا او ارام سمندر سيمې د ازادې سوداګرۍ سيمې اجنډا ته به وده ورکړي، د ډيجيټلي سوداګرۍ او زرغون نوښت په برخو کې به همکارۍ پياوړې کړي او د نړۍ ګڼو خلکو ته به د ورخلاصون د لاسته راوړنو ګټې ورسوي.

ShareTweetShare

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
Columbus, United States
شنبه, سپتمبر 12, 2026
Mostly Cloudy
28 ° c
43%
11mh
-%
26 c 20 c
سه شنبه
27 c 20 c
چهارشنبه
27 c 20 c
پنجشنبه
27 c 17 c
جمعه
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2
The Algerian Foreign Ministry headquarters is seen in Algiers, Algeria on May 5, 2026, following Algeria's decision on September 10, 2026, to sever diplomatic relations with the United Arab Emirates after exhausting all avenues to preserve bilateral ties, as stated in a communique from the Ministry of Foreign Affairs. Photo by Billel Bensalem/APP/ABACAPRESS.COM

الجزاير له عربي متحده اماراتو سره ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړې

سپتمبر 11, 2026
A worker installs a CCTV camera beside a BRICS summit banner bearing an image of Indian Prime Minister Narendra Modi in front of Bharat Mandapam, the venue for the summit, in New Delhi, India, Thursday, Sept. 10, 2026. (AP Photo/Manish Swarup)

شي جين پينګ به د برېکس هېوادونو د مشرانو په ۱۸مه غونډه کې د ګډون لپاره هند ته لاړ شي

سپتمبر 11, 2026
NEW DELHI, INDIA - SEPTEMBER 9: PWD workers carry out preparations and beautification work near Bharat Mandapam ahead of the upcoming BRICS Summit on September 9, 2026 in New Delhi, India. (Photo by Sanjeev Verma/Hindustan Times via Getty Images)

سروې: برېکس د نړيوالې حکومتولۍ لپاره رغنده پيغام ورکوي

سپتمبر 11, 2026

«بېجینګ ورځ» فعالیت؛ د تړونونو ارزښت پکې له ۴۴ میلیارد یوانو واوښت

سپتمبر 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In