د اسيان رسنيو د ۲۰۲۵م کال د همکاريو اونيز فعاليت د نومبر په درېيمه نېټه د چين د ګوانګ شي جوانګ قوم کورواکې سيمې په مرکز نان نينګ ښار کې پيل شو.
دغه فعاليت د ورخلاصون، کلتور او کور په سرلیک د چين ميډيا ګروپ او د ګوانګ شي جوانګ قوم کورواکې سيمې د حکومت په کوربتوب ترسره کېږي.
په دغه فعاليت کې به د چين او د اسيان هېوادونو څه باندې دوه سوه حکومتي چارواکي، په چین کې ډيپلوماتان، رسنيز شخصيتونه او کارپوهان د نظريو تبادلې او د همکاريو او د ګډو ګټو او د چين ـــ اسيان د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره به د رسنيو د ځواک په اړه سلا مشورې وکړي.




































