د چين بهرنيو چارو وزير وانګ يي د نومبر په درېيمه نېټه د جرمني له بهرنيو چارو وزير جوهان وادېفول سره ټېليفوني خبرې کړې دي.
وانګ يي ويلي، چين او جرمني دوه لوی هېوادونه او مهم اقتصادونه دي، د اړيکو سالم او ثابت پرمختګ یې د دواړو خواوو له ګټو او هيلو سره سمون لري او هم د نړۍ د سولې او ثبات لپاره ګټور دی.
نوموړي ويلي، د يو چين پېژندنه د چين او جرمني د اړيکو تر ټولو مهم سياسي بنسټ دی او په خبره یې، چين او جرمني دې د پاليسۍ ثابت او تلپاتې چوکاټ جوړ کړي او دوه اړخيزې اړيکې دې پر سم لوري رهي کړي.
جوهان وادېفول ويلي، چې هېواد يې له چین سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري، د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري او غواړي له چين سره په بېلا بېلو برخو کې د نظريو تبادلې زیاتې او توپيرونه حل کړي.
نوموړي ويلي، د جرمني او چین ترمنځ هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې ښه پرمختګ کولی شي.




































