د چين د دولت رئيس مرستيال هان جنګ د نومبر په ۳مه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ټولنې پرمختګ د دويمې نړيوالې سرمشريزې په څنډه کې د قطر له امير شيخ تميم بن حمد ال ثاني سره لیدلي دي.
هان جنګ ويلي، چين هڅې کوي چې د ځاني پرمختګ له لارې نړۍ ته ګټې ورسوي او د چين پرمختګ يې د دواړو هېوادونو د دوستانه همکاريو لپاره ارزښتناک فرصت بللی دی او په خبره يې، هېواد يې غواړي له قطر سره د مشرانو مهمې ګډې نظريې عملي کړي او لوړ پوړی تګ راتګ ورسره وساتي.
نوموړي ويلي، دواړه هېوادونه دې د يو بل مرکزي ګټو ته درناوی او متقابل ملاتړ وکړي او د انرژيو، مصنوعي ځيرکتيا، ډجيټلي اقتصاد په شمول ډېرو برخو کې دې همکارۍ وکړي او د خپلمنځي ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د لا ټينګتيا هڅونه دې وکړي.
تميم ويلي، چين د قطر تر ټولو لوی تجارتي همکار دی او د دواړو هېوادونو اړيکې ورته ډېر اهميت لري او دوستۍ ته یې په درنه سترګه ګوري.
نوموړي له چين څخه مننه کړې، چې د ملي حاکميت او امنيت د ساتلو په اړه د قطر د هڅو پلوي کوي او په خبره یې، قطر د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري.
تمیم زياته کړې، هېواد به یې د چين د پنځلسم پنځه کلن پلان په هکله زيات معلومات ترلاسه کړي، په بېلا بېلو برخو کې به ورسره همکارۍ پراخې او د انرژيو په چارو کې به دوستانه اړيکې ورسره پراخې او پياوړې کړي او خپلمنځي اړيکې به يې نورې هم لوړې کړي.




































