د چين صدراعظم لي چيانګ او د روسیې صدراعظم ميخايل ولاديميرويچ ميشوستين د نومبر په ۳مه نېټه د چين د جه جيانګ ولايت په هانګ جو ښار کې په ګډه د دواړو هېوادونو د صدراعظمانو د منظمو ليدنو د دېرشم پړاو مشري کړې ده.
لي چيانګ چين او روسيه يو د بل د باور وړ ښه ګاونډيان او ښه ملګري هېوادونه ياد کړي او هيله يې ښودلې چې دواړه هېوادونه يو د بل ټينګ ملاتړ وکړي، د لوړ پوړو چارواکو تګ راتګ نور هم نږدې کړي، د پرمختګ ستراتيژۍ ونښلوي، په بېلا بېلو ساحو کې همکارۍ پراخې کړي، په نوې زمانه کې خپلمنځي هراړخيزو ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو ته پرله پسې وده ورکړي او د عصري کېدو پر لارې ګډ پرمختګ ومومي.
ميشوستين ويلي، د روسیې او چين ترمنځ د نوې زمانې هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې د تاریخ تر هر بل وخت لوړې شوې دي او هېواد يې غواړي له چين سره د لوړپوړو چارواکو تګ راتګ پياوړی کړي، د سوداګرۍ، پانګونې، ترافيک، انرژيو، کرنې، ډجيټلي اقتصاد او فرهنګي چارو په شمول ډېرو برخو کې همکارۍ ورسره زياتې کړي، د روسیې او چين کولتوري کال په اړه فعاليتونه ښه ترسره کړي او د دواړو هېوادونو اړيکو ته ارزښت ورکړي.
دواړو صدراعظمانو له کتنې وروسته «د چين او روسیې د صدراعظمانو د دېرشمې منظمو ليدنو د دېرشم پړاو ګډه اعلاميه» لاسليک کړه او د هغوی په حضور کې د دواړو هېوادونو اړوندو چارواکو د ګمرکاتو او د سپوږمکیو د لارښوونې سیسټم په شمول ډېرو برخو کې همکاريز سندونه لاسلیک کړي دي.




































