د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په څلورمه نېټه په پلازمېنه بېجینګ کې د روسيې له صدراعظم ميخيل ميشوستين سره لیدلي دي.
شي جين پينګ له میشتوستين سره په ليدنې کې ويلي، چې چين او روسيه دې متقابلې پانګونې پراخې کړي، د انرژۍ، کرنې، مخابراتي او فضايي چارو په ګډون دوديزو برخو کې دې همکارۍ ژورې کړي، د مصنوعي استخباراتو، ډیجیټل اقتصاد او زرغون پرمختګ په څېر نویو برخو کې دې د همکاريو امکانات وپلټي، يو له بل سره دې کولتوري تبادلې پیاوړې کړي او د دواړو هېوادونو د دوستانه همکارۍ په چارو کې دې د لا زياتو وګړو د ګډون لپاره ګډې هڅې وکړي.
ميشوستين وويل چې روسيه غواړي د دواړو هېوادونو د مشرانو لخوا ترلاسه شوې مهمه موافقه پلي کړي، له چين سره د سوداګرۍ، ساینس او ټیکنالوژۍ، انرژۍ، کرنې او ډیجیټل اقتصاد په برخو کې همکاري ژوره کړي، کولتوري تبادلې پیاوړې کړي، څو اړخیزه همغږي او همکاري زیاته کړي او په دوه اړخیزو همکاریو کې لا لویې لاسته راوړنې وهڅوي.
د چين د بهرنیو چارو وزير وانګ يي په دې ليدنې کې برخه درلوده.




































