د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د نومبر په ۴مې نېټې د افغانستان د زلزلې په مناسبت د افغانستان د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي ته د خواخوږۍ پيغام ليږلی دی.
نوموړي په پيغام کې د افغانستان په شمال کې د وروستۍ زلزلې پر قربانيانو ژوره خواشيني او د قربانيانو خپلوانو او ټپيانو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
نوموړي باور ښودلی، چې زلزله ځپلي افغانان به د دغه هېواد د حکومت تر لارښوونې لاندې له ناورين څخه ووځي او خپل کورونه به بیا ورغوي.



































