د چين د دولت رئيس مرستيال هان جنګ د نومبر په ۴مه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحا کې د ټولنيز پرمختګ په دويمه نړيواله سرمشريزه کې ګډون او د دغې غونډې په عادي بحثونو کې ويناوې کړې دي.
نوموړي ويلي، د ټولنيز پرمختګ لومړۍ نړيواله سرمشريزه د ۱۹۹۵م کال په مارچ کې ترسره شوه او د چين حکومت له ۳۰ کلونو راهيسې خلکو ته لومړيتوب ورکړی او پر همدې نظريې ټينګار لري.
چين د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د دواملرونکي پرمختګ په اجنډا کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو هدف له ټاکلي وخت لس کاله مخکې پوره کړی، د روزګار د چارو د پرمختګ ستراتيژۍ يې تطبيق کړې او د پرمختګ په بهير کې يې د خلکو ژوند تامين او ښه والی پکې راوستلی دی.
هان جنګ ويلي، چين د ښوونې، طبي خدمتونو او ټولنيز ضمانت تر ټولو لوی سيسټم جوړ کړی، د ټولشموله پرمختګ هڅونه يې کړې، د بېوزلۍ د له منځه وړلو او پرمختګ تجربې یې له نورو هېوادونو سره شريکې کړي او د انسانانو او ټولنې د پرمختګ لپاره يې مهم خدمتونه کړي دي.
نوموړي زياته کړې، د چين دولت رئيس شي جين پينګ د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو نظريې او د نړيوال پرمختګ، امنيت، تمدن او مديريت وړانديزونو کې د ګردې نړۍ د ټولنيز پرمختګ لوری روښانه کړی دی.
په دې وروستيو کې د چين د کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې څلورمه عمومي غونډه په برياليتوب ترسره شوې او پکې پتيل شوې، چې دغه هېواد به په راتلونکو پنځو کلونو کې د باکيفيته پرمختګ لاسته راوړنې خلکو ته ګټې ورسوي او د نړۍ د پرمختګ لپاره به انجن وګرځي.




































