د چين د طبيعي سرچينو وزارت يو لړ نوې شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې په تېرو درېيو ربعو کې د چين د سمندري توليد عمومي ارزښت ۷ اعشاريه ۹ ټريليونو یوانو ته رسېدلی، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵ اعشاريه ۶ سلنه زياتوالی ښيي.
د چين د سمندر او ټاپوګانو پيمانه، چې له منظورۍ وروسته پکې کارونه شوي، ۲۶۲ زرو هکتارو ته رسېدلې، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۹ اعشاريه ۲ سلنه زياتوالی ښيي.
شمېرې ښيي، د چين د سمندري پيداوار تولیدي اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴ اعشاريه ۸ سلنه ډېره شوې، چې په دېکې د روزل شويو سمندري پيداوارو توليدي اندازه ۵ اعشاريه ۷ سلنه زیاته شوې ده.
دا شمېرې د دې ښکارندويي کوي، چې د چين د سمندري سرچينو د برابرۍ توان ثابت لوړ شوی دی.




































