د چین د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د نومبر په څلورمه نېټه د افغانستان زلزله ځپلو سره خواخوږې او پر قربانيانو يې ژوره خواشينې ښودلې ده.
نوموړي ويلي، چين به د افغانستان د اړتياوو له مخې زلزله ځپلو وګړيو سره مرسته وکړي.
هغې باور ښودلی، د افغانستان د حکومت تر لارښوونې لاندې به افغانان له ناورين راووځي او خپل کورونه به بیا ورغوي.

د افغانستان په شمال کې د روانې مياشتې په درېیمې نېټې د سهار وختي په ۱۲ بجو او ۵۸ دقيقو د ريکتر په کچه ۶ اعشاريه ۳ درجې زلزله وشوه، چې امله يې ۲۴ تنه مړه او سلګونه نور ټپيان شوي دي.




































