د چين صدراعظم لي چيانګ د نومبر په ۴مې نېټې په شانګهای ښار کې د ګرجستان له صدراعظم ايراکلي کوباخيدزي سره ليدلي دي.
ايراکلي کوباخيدزي د چين په اتم نړيوال وارداتي نندارتون کې د ګډون لپاره چين ته تللی دی.
لي چيانګ ويلي، چين او ګرجستان په اقتصادي او سوداګريزه برخه کې يو د بل له برتريو څخه ګټې پورته کولی شي او هيله یې ښودلې، چې له ګرجستاني لوري سره د پرمختګ د ستراتيژيو وصل پياوړی کړي، د کمربند او لارې د باکيفيته ابادۍ د همکاريو په رڼا کې د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو کمېټو له رول څخه ښه استفاده وکړي او لا زياتې ګډې ګټې پيدا او د خپلمنځي همکاريو کيفيت او اغېزې لا لوړې کړي.
نوموړي ويلي، چين او ګرجستان دواړه د سراسري جنوب هېوادونه دي او دواړه لوري دې څواړخيزې راکړې ورکړې او همغږي پياوړې کړي، د نړيوال پرمختګ، امنيت، تمدن او مديريت په اړه دې د رئيس شي جين پينګ د وړانديزونو د پلي کولو لپاره ګډې هڅې وکړي، له نورو پرمختيايي هېوادونو سره دې پر څواړخيزم او ازادې سوداګرۍ ټينګار ولري او نړيوال سوداګريز نظام او عدالت او برابري دې وساتي.
دواړو صدراعظمانو له کتنې وروسته د سوداګرۍ، مصنوعي ځيرکتيا، کرنې، چاپېريال ساتنې، کلتور او هوايي چلند په برخو کې د دوه اړخيزو او څواړخيزو همکاريو سندونو د لاسليک په مراسمو کې هم ګډون کړی و.




































