د چين اتم نړيوال وارداتي نندارتون د نومبر په ۵مې نېټې په شانګهای کې پرانيستل شو.
په سږني نندارتون کې ۱۵۵ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو ګډون کړی او د نندارځايونو مساحت او د ګډونوالو تصديو شمېر يې تاريخي ريکارډونه جوړ کړي دي.
د هونګچياو اتم نړيوال اقتصادي فورم د ياد نندارتون مهمه برخه ده او هغه هم په همدې ورځ پرانیستل شوی دی.
په دغه فورم کې د سياست، سوداګرۍ او پوهنې څه باندې ۴۰۰ مېلمنو ګډون کړی، چې د نړيوال مديريت او ورخلاصون د چارو په اړه به د نظريو تبادلې وکړي.




































