د چين صدراعظم لي چيانګ د نومبر په ۵مې نېټې په شانګهای کې د چين د اتم نړيوال وارداتي نندارتون او د هونګچياو اتم نړيوال اقتصادي فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا کړې ده.
نوموړي د رئيس شي جين پينګ هغې وينا ته په اشارې ويلي، چې د چين اقتصاد او نړيوال اقتصاد د سمندرګيو په شان دي او د نړۍ لوی سمندرګي يو له بل سره يو ځای شوي دي. د چين نړيوال وارداتي نندارتون د چين د اقتصادي سمندرګي او د نړيوال اقتصادي سمندرګي ترمنځ د پيوستون او د چين او نړۍ د وصل د مهم پل رول لوبوي.
د چين د نړيوال وارداتي نندارتون په سږني پړاو کې د ګډونوالو تصديو شمېر د دغه نندارتون په تاريخ کې نوی ريکارډ جوړ کړی دی. دا د دې ښکارندويي کوي، چې د چين لوی بازار سمسور او له حياتي ځواک څخه ډک دی.
لي چيانګ د چين د نړيوال وارداتي نندارتون د پرمختګ يو مهم لامل دا ښودلی، چې دغه نندارتون له نړۍ سره ګټې شريکې کړې دي.
د ځينو هېوادونو د يواړخيزم او پروټېکشنيزم کړنو د نړيوال اقتصاد او سوداګرۍ نظام ته سخت زيانونه رسولي او د نړيوال اقتصاد جريان يې ګډوډ کړی دی.
په نړيوالو اقتصادي او سوداګريزو کړنو کې باید پر کومو ارزښتونو ټينګار وشي؟ لي چيانګ په خپلې وينا کې د دې مسئلې په اړه څو نظريې شريکې کړې دي.
– بېلا بېلې خواوې دې پر برابرۍ او متقابلو ګټو ټينګار ولري او د مشروع ګډو ګټو بنسټ دې پياوړی کړي.
– د نړۍ ټول هېوادونه دې پر مناسبو مقرراتو ټينګار وکړي او نړيوال عدالت او برابري دې وساتي.
– بېلا بېل خواوې دې د مديريت اصلاحاتو ته وده ورکړي او د نړيوالو اقتصادي او سوداګريزو مقرراتو سيسټم دې بشپړې کړي.
لي چيانګ زياته کړې، چين به د لوړې سويې د ورخلاصون پر پياوړتيا ټينګار ولري او باور يې ښودلی، چې هېواد به یې د عصرې کېدو پر لارې نړۍ ته لا زيات ثابت عوامل او مثبت ځواک برابر کړي.
د سږني نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې د ګرجستان صدراعظم ايراکلي کوباخيدزي، د صربيا صدراعظم دورو ماچوټ او د نايجريا د عوامو مجلس مشر تاجودي عباس په شمول ډېرو مېلمنو ګډون کړی و او د ملګرو ملتونو د سوداګريز پرمختګ کانګرېس سرمنشي يادو مراسمو ته ويډيويي وينا کړې وه.
په دغو مراسمو کې د ۱۵۵ هېوادونو، سيمو او نړيوالو سازمانونو د استازو په ګډون ۱۵۰۰ کسانو ګډون کړی و.
لي چيانګ د پرانيستونکو مراسمو له پای ته رسېدو وروسته له بهرنيو مشرانو سره د نندارتون له ځينو نندارځيونو څخه ليدنه هم کړې ده.




































