د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۳مه نېټه د جامايکا مشر پاټريک لينتون الين ته د توپان د زيانونو په مناسبت د خواخوږۍ پيغام لېږلی دی.
نوموړي د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب په جامايکا کې د توپان له امله د خلکو سر او مال ته پر سختو زيانونو خواشيني څرګنده کړې او ټپيانو او ناورين ځپلو سره یې خواخوږي ښودلې ده.
جامايکا د چين ستراتيژيک ملګری هېواد دی او د دواړو هېوادونو د خلکو دوستي ژورې رېښې لري.
شي جين پينګ ويلي، چين به د جامايکا توپان ځپلو سره اړينې مرسته وکړي او هيله يې ښودلې چې د دغه هېواد ناورين ځپلي به له ستونزو ووځي او خپل کورونه به بیا اباد کړي.




































