د چین دولت رئیس شي جين پينګ او د فیجي ولسمشر راتو لالابلوو د نومبر په ۵مه نېټه د دواړو هېوادونو د ډيپلوماتیکو اړیکو د ټينګېدو د ۵۰مې کلیزې په مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه لېږلي دي.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې لیکلي، فیجي د ارام سمندر لومړی ټاپو هېواد دی چې له چین سره یې ډيپلوماتیکې اړیکې ټینګې کړې دي. دواړو هېوادونو په تېرو ۵۰ کلونو کې د نړیوالو حالاتو له بدلون سره سره پر متقابل درناوي، عادلانه چلند او اغېزناکو همکاريو تمرکز کړی دی.
دواړو هېوادونو په وروستیو کلونو کې د کمربند او لارې پروژې تطبیق کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته یې ګټې رسولي او د لیدو وړ لاسته راوړنې لري.
نوموړي ويلي، هغه د چین او فیجي د اړیکو پرمختګ ته په درنه سترګې ګوري او له ولسمشر لالابلوو سره به د دواړو لوریو د اړیکو ټینګېدو د ۵۰مې کلیزې فرصت څخه په استفادې متقابل سیاسي باور پیاوړی کړي او په مختلفو برخو کې به د دواړو خواوو همکارۍ پراخې او خپلمنځي هراړخیزې ستراتيژیکې همکاریزې اړیکې به یې نورې هم ټینګې کړي.




































