د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت وزیر ملا هدایت الله بدري، د «ایم سي سي ټي» له عمومي رئیس او د مس عینک پروژې قراردادي شرکت «ایم جې اې ایم» له رییس سره په خپل کاري دفتر کې کتلي دي. د کانونو او پټرولیم وزیر د مس عینک پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار وکړ. یاد وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې رویلي چې په دې کتنه کې د «ایم سي سي ټي» شرکت رئیس د پروژې د کاري پرمختګ، د تړون د ژمنو پلي کولو او د پروژې لپاره د برېښنا برابرولو چې د یاد شرکت له لوري په دې برخه کې عملي ګامونه پورته کېږي؛ خبرې کړې دي. د کانونو او پټرولیم وزیر هم د یادې پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دغه وزارت د مس عینک پروژې د لا ښه پلي کېدا لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.




































