د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون مسوولینو خبر ورکړی، چې تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۲۵۰۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۹۱۱کسانو ته رسېږي؛ هیواد ته را ستنې شوې دي. یاد کمېسیون په خبرپاڼه کې ویلي، چې له دې ډلې ۱۲۷۴ کورنۍ د سپین بولدک له لارې، ۱۰۴۱ کورنۍ د تورخم له لارې، ۶۹ کورنۍ د اسلامکلا له لارې، ۱۶ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې او ۱۰۰ کورنۍ د بهرامچې له لارې هیواد ته را ستنې شوې دي.



































