د يونيسکو سازمان ۴۳مه غونډه د نومبر په ۵مه نېټه د ازبکستان په سمرقند کې ترسره شوه.
په دغې غونډې کې د هر کال د مارچ ۲۱مه نېټه د «تای چي» نړيوالې ورځې په نوم نومول شوې ده.
د غونډې ګډونوالو د « تای چي» نړیوالې ورځې ټاکل د ياد سازمان مهمه پرېکړه بللې او د دوی په اند، دا به د بشري روغتیا او هوساینې د لوړولو، د تمدنونو د تبادلې او متقابلو زده کړو او د نړۍ د سولې او پرمختګ د پیاوړتیا لپاره مهم رول ولوبوي.
تای چي د چین دودیز بکس دی، چې د فلسفې، د چین دودیز طب او ووشو روحیې پکې انعکاس شوې دي.
تای چي د نړۍ ۱۸۰ هېوادونو او سیمو کې مروج ده او سلګونه ميليونه مينوال لري.




































